انصار: (د لیندی ۲۸ مه) د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ پرېکړه وکړه چې د افغانستان چوکۍ بیا هم د طالبانو حکومت ته ونه سپاري.
د ملګروملتو د باورلیکونو کمېټې د عمومي اسمبلۍ له لوری په تصویب شوي پرېکړه لیک کې ویلي چې د افغانستان چوکۍ بیا هم پر افغانستان واکمنې ډلې ته نه ورکوي.
ملګروملتو ویلي چې د افغانستان د استازولۍ د مشرۍ په اړه یې دوه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي وو چې یو په افغانستان کې د افغانستان د اوسني دایمي استازي نصیراحمد فایق له لوري او بل د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له خوا.
د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په نهايي پرېکړه کې ویل شوي:«د عمومي اسمبلۍ مشرتابه وړاندیز کړی چې د باورلیکونو کمېټه دې د افغانستان او برما د باورلیکونو په اړه خپله ارزونه راتلونکې ته وځنډوي.»
د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو راوروسته دا درېیم ځل دی چې د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ د افغانستان چوکۍ په کابل کې واکمن رژیم ته نه سپاري او دا موضوع بل وخت ته ځنډوي.
نړیواله ټولنه له طالبانو د نجونو او ښځو د خورا مسلمو او په درسته نړۍ کې منل شویو حقونو په شان ځینې غوښتنې لري خو طالبان یې منلو ته تیار نه دي. ګومان نه کېږي چې له دې وروسته هم نړیواله ټولنه حاضره شي چې په یوویشتمه پېړۍ کې داسې یو سیستم د یوه هیواد د دولت په توګه په رسمیت وپېژني چې حتي نجونې زده کړو ته هم نه پرېږدي.
نصیراحمد فایق چې د جمهوري حکومت په مهال په ملګروملتو کې ګومارل شوی و، له تېرو دوو کلونو راهیسي د افغانستان د دایمي استازي په توګه کار ته دوام ورکوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29093